Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د اوکراین ولسمشر: ولادېمیر پوتین له ټرمپ وېرېږي.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

د اوکراین ولسمشر: ولادېمیر پوتین له ټرمپ وېرېږي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د اوربند نه منلو لپاره زمینه برابروي، خو په وینا یې، د ډونالډ ټرمپ له وېرې، نوموړي ته دغه خبره نشي کولای.

زېلېنسکي وايي چې روسیه دا مهال د اوربند لپاره شرایطي ټاکي او غواړي چې اوربند وځنډوي او یا هم په بشپړه توګه یې، د پلي‌کولو مخه ونیسي.

هغه وویل: «په حقیقت کې پوتین دا مهال د یاد وړاندیز د ردولو لپاره زمینه برابروي، ځکه هغه د دې موضوع له ویلو چې د جګړې دوام غواړي او غواړي اوکراینیان ووژني، وېره لري.»

بل‌خوا پوتین اعلان کړی چې  د امریکا له لوري وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند سره موافق دي، خو په وینا یې، د هوکړې شرایط نه‌دي مشخص شوي او هر ډول اوربند باید د دایمي سولې ټينګښت ته زمینه برابره کړي.

پوتین پنج‌شنبه، مارچ ۱۳مه مسکو کې د یوې خبري ناستې پرمهال وویل: «د دې مفکورې اصل سم دی او موږ یې ملاتړ کوو، خو داسې مسلې شته چې موږ پرې بحث ته اړتیا لرو او زه فکر کوم چې موږ باید په دې اړه له خپلو امریکایي ملګرو او همدارنګه له خپلو شریکانو سره خبرې وکړو.»

اوکراین ټينګار کوي چې اوربند باید د تل‌پاتې سولې لامل شي او هېڅ‌کله سړه جګړه  نه‌غواړي.

مطالب

د اوکراین ولسمشر
ولادېمیر پوتین
له ټرمپ وېرېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ