Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ګجرات او ممبی نن ای‌پي‌اېل لیګ د یوه بل پر وړاندې لوبېږي.
۱۶ ثور ۱۴۰۴

ګجرات او ممبی نن ای‌پي‌اېل لیګ د یوه بل پر وړاندې لوبېږي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن د افغان لوبغاړو په ګډون، ګجرات ټایټنز له ممبی انډیینز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې د هند د ممبی په «وانکېډه کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

افغان لوبغاړی راشدخان له ګجرات ټایټنز او مجیب‌الرحمن هم له ممبی انډیینز سره لوبېږي.

ممبی انډیینز د سیالیو جدول په درېیم او ګجرات ټایټنز بیا څلورم ځای لري. د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ګجرات څلور ځلې او ممبی بیا یوازې یوه بریا خپله کړې ده.

ممبی له کړیو ۱۱ لوبو ۷ ګټلي او ګجرات هم له لسو سیالیو ۷ لوبې ګټلې دي.

د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه شپه د ډیلي او سنرایزرز حیدراباد ترمنځ لوبه د باران له امله بې‌پایلې اعلان شوه.

مطالب

ګجرات او ممبی نن ای‌پي‌اېل لیګ
د یوه بل پر وړاندې لوبېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ