Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې وروستیو سېلابونو ۲۵۰ کورونه نړولي.
۸ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې وروستیو سېلابونو ۲۵۰ کورونه نړولي.



لوګر ځايي مسوولان وايي، د وروستیو سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار او محمداغې ولسوالي کې د هستوګنې شاوخوا ۲۵۰ کورنه نړېدلي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي زینت راډیو ته وویل، د شنبې شپې سېلابونو له امله لوګر کې ۵۰ کورونه په بشپړه توګه او ۲۰۰ نور نېمه وران شوي دي.

هغه وویل، د یادو سېلابونو له امله ۱۵ زره جریبه کرنیز فصلونه او باغونه له منځه تللي او ګڼ شمېر کلیوالي سړکونه، پلونه او پلچکونه تخریب شوي.

د هغه په وینا، د بېلابېلو ادارو له لوري د سېلاب ځپلو کورنیو سروې پيل شوې او ژر به په اړمنو کورنیو بېړنۍ مرستې ووېشل شي.

دا په داسې کې ده چې تېره شپه هم د لوګر په ازرې ولسوالي کې د سختو سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د لوګر ترڅنګ تېرو دوو ورځو کې د میدان‌وردګ او پکتیا په ګډون یوشمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

 پېښو سره د مبارزې ادارې مسوولانو ویلي، تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د سېلابونو راوتو له امله ۲ کسانو ژوند بایللی او ۵ نور ټپیان شوي.

پېښو سره د مبارزې ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رییس یوسف حماد تېره ورځ سلام‌وطندار ته وویل، دغو سېلابونو کې شاوخوا ۶ زره او ۲۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

مطالب

لوګر کې وروستیو سېلابونو
۲۵۰ کورونه نړولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ

لوګر کې وروستیو سېلابونو ۲۵۰ کورونه نړولي.