Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عبدالسلام حنفي: ملګري ملتونه دې د افغان کډوال جبري اېستلو موضوع ته پام وکړي.
۹ ثور ۱۴۰۴

عبدالسلام حنفي: ملګري ملتونه دې د افغان کډوال جبري اېستلو موضوع ته پام وکړي.



د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر سره کتلي.

ارګ پر اېکسپاڼه لیکلي چې ښاغلي حنفي دې کتنه کې د ګاونډیو هېوادونو لخوا د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه ویلي، دا کړنه د ښه ګاونډیتوب له اصولو او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده.

هغه له ملګرو ملتونو غوښتي چې دې برخې ته پام ډېر کړي.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر هم دغه کتنه کې ډاډ ورکړی چې دغه سازمان به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

هغه د پراختیایي پروژو د پلي کېدو هیله څرګنده کړې، ترڅو افغانان راتلونکې کې مرستو ته اړتیا ونه‌لري.

مطالب

عبدالسلام حنفي
ملګري ملتونه دې
د افغان کډوال جبري
اېستلو موضوع ته پام وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ