لوګر کې د کانونو له درکه سږکال ۲۲۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي.
د لوګرولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د کانونو له درکه ۲۲۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د حکومت خزانې ته انتقال شوي دي.
د لوګر د کانونو رئیس مولوي نقیب احمد فرقاني وایي، د دې ولایت په مرکز پل علم او یو شمېر ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي، چې له ډلې یې په ازرې او محمدآغې ولسوالیو کې د کرومایټ ډبرو له دوه کانونو؛ په عملي ډول استخراج پیل شوی، چې په وینا یې له یادو کانونو څخه د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۱۲۴ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه شوي او لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ښاغلی فرقاني زیاتوي، په دغه ولایت کې د ۳۰ تثبیت شویو کانونو له ډلې مِس، کرومایټ، نفرایټ، تالک، ازبست، کلیست، ابرک، او یو شمېر نور کانونه شامل دي، چې د روان کال په ترڅ کې له ټولو کانونو شاوخوا ۲۲۴ میلیونه افغانۍ عواید لاسته راغلي او د حکومت خزانې ته انتقال شوي دي.
نوموړي ویلي، له امنیتي ادارو سره په همغږۍ؛ په یاد ولایت کې د کانونو د غیرقانوني کیندنو او قاچاق مخنیوی شوی دی.
لوګر کې داسې مهال د کانونو له درکه د ۲۲۴ میلیونه افغانیو د عوایدو له ترلاسه کېدو خبر ورکول کیږي، چې کانونو وزرات تېره میاشت د دې ولایت په التمور سیمه کې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو په ارزښت له ساکو افغان شرکت سره د سیمنټو د تولید هوکړه لاسلیک کړ.
زینت راډیو – لوګر.