Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چین په بلخ کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت «سړه‌ خونه» جوړوي.
۳ سرطان ۱۴۰۴

چین په بلخ کې د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت «سړه‌ خونه» جوړوي.



د بلخ مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د چین له لوري د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مېوو او تازه سبزي، د ساتنې لپاره یوه معیاري سړه خونه جوړېږي.

د بلخ مقام د رسنیو دفترله لوري نن سه‌شنبه، چنګاښ ۳مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د چین یوه پلاوي دغه ژمنه د یاد ولایت له چارواکو سره د لیدنې پرمهال کړې ده.

په خبرپاڼه کې دا نه‌دي ویل شوي چې د یادې سړې خونې د جوړېدو چارې به کله او چېرته پیل شي.؟

بل‌خوا د بلخ د والي ویاند عطاالله زید وایی چې د یاد ولایت د له لوړپوړو چارواکو سره د چیني انجینیرانو د یوه پلاوي د لیدنې پرمهال یاد پلاوي ویلي چې د یاد ولایت له کرنیزو محصولاتو د ملاتړ لپاره سړه خونه جوړوي.

په ورته مهال د بلخ د والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس د چین له دې اقدام د خوښۍ څرګندونو ترڅنګ وايي چې دې برخه کې به هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

چین دغه پلاوی داسې مهال بلخ کې د یوې سړې خونې د جوړېدو ژمنه کوي چې لاهم دغه ولایت کې کروندګر د خپلو محصولاتو د ساتنې لپاره د سړو خونو له نشتوالي شکایت کوي.

مطالب

چین په بلخ کې
د ۲۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت
«سړه‌ خونه» جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ