Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د مولوي عبدالکبیر او د قطر شارژدافیر لیدنه؛ راستنېدونکو سره د مرستو په ډېرولو خبرې شوي.
۲۳ حمل ۱۴۰۴

د مولوي عبدالکبیر او د قطر شارژدافیر لیدنه؛ راستنېدونکو سره د مرستو په ډېرولو خبرې شوي.



کابل کې د قطر سفارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت شارژدافیر میردف بن‌علي القاشوطي د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر سره لیدلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا او د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د مرستو ډېروالي پر لارو چارو خبرې شوي.

کابل کې د قطر سفارت داسې مهال بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو زیاتولو ډاډ ورکړی چې دامهال له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته راستنېدنې لړۍ دوام لري او په تېرو څو ورځو کې تر زرګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

ورته وخت کې د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د سرپناه برابرولو برخه کې د پوره چمتووالي خبر ورکړی او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې غوښتي چې کډوالو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پېل کړ.

اسلامي امارت په دې اړه څو ځلې پاکستاني لوري سره خبرې کړي چې ظاهرا یې کومه پایله نه‌ده ورکړې او هغوی د کډوالو د ایستلو بهیر روان ساتلی دی.

مطالب

د مولوي عبدالکبیر او د قطر شارژدافیر لیدنه
راستنېدونکو سره د مرستو پ
په ډېرولو خبرې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ