Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مجاهد: ازبکستان افغانستان کې له شته واقعیتونو څخه ښه درک لري.
۱۴ حمل ۱۴۰۴

مجاهد: ازبکستان افغانستان کې له شته واقعیتونو څخه ښه درک لري.

د سرپرست حکومت ویاند د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړیکې ښې ګڼي او زیاتوي چې دواړه هېوادونه د ګډو ګټو ساتنې ته ژمن دي. 

نوموړی له ازبکستان سره د اړیکو لا پراختیا ته د هیلې په څرګندولو سره وايي چې یاد هېواد په افغانستان کې له شته واقعیتونو څخه ښه درک لري. 

وړمه ورځ د ازبکستان ولسمشر ټینګار کړی وو چې د افغانستان په اړه یې د هېواد تګلاره تل عملي ده او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه 

ازبکستان سره له رغنده تعامل پرته د افغانستان پرمختګ ناشونی دی. شوکت میرضیایوف د دې خبرې په څرګندولو سره چې ازبکستان له اروپايي

 ټولنې او نورو نړیوالو شریکانو سره د افغانستان د پرمختګ په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی وویل چې په افغانستان کې ټیکاو د منځنۍ آسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري.

مطالب

مجاهد: ازبکستان افغانستان
کې له شته واقعیتونو
څخه ښه درک لري

دا خبر نورو سره شریک کړئ