د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر، مرات نورتلیف سره کتلي دي.
اقتصادي معاونیت ویلي، دواړو لورو د ترانزیټ، سوداګرۍ، اوسپنې پټلۍ، بانکدارۍ او د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعاتو خبرې وکړې.
ملا برادر ویلي، چې افغانستان چمتو دی د قزاقستان د انرژۍ د انتقال لپاره یو اغېزناک ټرانزیټي دهلېز شي، چې د سیمې هېوادونو ته به هم اقتصادي فرصتونه برابر کړي.
په دغه لیدنه کې قزاق لوري د هرات–تورغونډۍ د اوسپنې پټلۍ پروژې لپاره د ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو د پانګونې ژمنه وکړه او د برېښنا وارداتو، د کرنیزو محصولاتو بازارموندنې او د افغان بانکونو لپاره د حسابونو پرانیستلو چمتووالی یې هم وښود.
دواړو لورو د دغې پانګونې لپاره رسمي هوکړه هم لاسلیک کړه.