Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غزه کې بریدونه؛ ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
۲ ثور ۱۴۰۴

غزه کې بریدونه؛ ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.



د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسراییلو په هوايي او روانو ځمکنو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دوو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون، دغه کسان د غزې په خان‌یونس کې د اسراییلو له لوري په نښه شوي دي.

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو د بریدونو پیل راهیسې تر دې مهاله څه باندې ۵۱زره فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۰۰زره نور ټپیان دي.

همداراز د غزې دولتي رسنیز دفتر بیا اعلان کړی چې د روانې جګړې له امله څه باندې ۶۱۷۰۰ کسان د ویجاړو شویو ودانیو او ډبرو لاندې ورک دي.

د روانې جګړې له امله زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بې‌‌ځایه شوي او د بې‌ځایه شویو په کمپونو کې تر خېمو لاندې د اسراییلو د بریدونو تر وېرې لاندې ژوند کوي.

د کلابندۍ له امله زرګونه کسان په ځانګړې توګه ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي او مېشت مرستندویه بنسټونه د بېړنیو مرستو غوښتنې لري.

مطالب

غزه کې بریدونه
۱۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ