Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مجاهد: اجازه نه‌ورکوو چې امریکا د بګرام اډه ونیسي.
۱۶ دلو ۱۴۰۳

مجاهد: اجازه نه‌ورکوو چې امریکا د بګرام اډه ونیسي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې ا.ا اجازه نه‌ورکوي چې یو ځل بیا امریکا د بګرام اډه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې دوشنبه، سلواغې ۱۵مه پر اېکس‌سپېس کړي او زیاته کړې یې ده چې هېڅ داسې هوکړه نشته چې پر بنسټ دې بګرام اډه امریکا یا چین ته ورکړل شي.

مجاهد همداراز ټينګار کړی چې د بګرام اډه دامهال د ا.ا په واک کې  ده. «افغانستان خپلواک دی او خپله خاوره د هېڅ هېواد واک کې نه‌ورکوي، بګرام د ا.ا ځواکونو په لاس کې ده، نه د چین.»

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له دې وړاندې د هېواد لپاره یې، د بګرام اډې پر اهمیت ټينګار کړی او ویلي و چې دغه اډه اوس د چین په واک کې ده.

مطالب

مجاهد
اجازه نه‌ورکوو
چې امریکا
د بګرام اډه ونیسي

دا خبر نورو سره شریک کړئ