Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دایکنډي؛ د ښځو لپاره ځانګړی سیمه ییز بازار جوړ شوی دی.
۵ سرطان ۱۴۰۴

دایکنډي؛ د ښځو لپاره ځانګړی سیمه ییز بازار جوړ شوی دی.

د دایکنډي ولایت مرکز نیلي ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ښار کې د ښځینه سوداګرو لپاره د نږدې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د یو ځانګړې سیمه‌ ییز بازار د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

 د مسوولینو په خبره دغه بازار د نیلي ښاروالۍ له بودیجې څخه د ۳ میلیونه ۸۹۸ زره افغانیو په لګښت جوړ شوی، چې موخه‌ یې په ښار کې د مېرمنو لپاره د خوندي سوداګرۍ زمینې برابرول دي.

 مسوولین زیاتوي، چې دغه بازار د نیلي ښار په فامیلي پارک کې جوړ شوی او شاوخوا ۹۰ مېرمنو ته‌ پکې د کار زمینه برابره شوې ده.

مطالب

دایکنډي؛ د ښځو لپاره
ځانګړی سیمه ییز بازار جوړ شوی دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ