Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال له نورستان څخه ۳۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده.
۲ حمل ۱۴۰۴

تېر کال له نورستان څخه ۳۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده.

د نورستان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ۱۴۰۳ کال د لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس سميع‌الحق حق‌بیان وویل چې د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د نورستان له تاریخي سیمو او طبیعي ښکلاوو څخه ۳۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سېلانیانو لیدنه کړې ده. نوموړي زیاته کړې، د سیلانیانو د جذب او اسانتیاوو لپاره یو عصري هوټل جوړ شوی، او د مرکز تر څنګ، په واما او کانتیوا ولسوالیو کې درې کتابتونونه ترمیم او بیا رغول شوي او د عامه کتابتون لپاره ۸۰۰ ټوکه نوي کتابونه راوړل شوي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰۰۰ ځوانانو ته فکري روزنه ورکړل شوې او سلګونه نور د اطلاعاتو او کلتور وزارت ښوونیزو مرکزونو څخه فارغ شوي دي.

مطالب

تېر کال له نورستان
څخه ۳۰۰ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ