لوګر کې د دوه ښځو په ګډون ۹ تنه له زندانه آزاد او د زینو د بند موده کمه شوې.
د لوګر ځایي مسوولین وایي، چې د سترې محکمې د ځانګړي حکم په اساس، د دوه تنه ښځینو بندیانو په شمول ٩ تنه بندیان خوشي او د ٢٦ تنه نورو بندیانو بند موده کې تخیفیف راغی.
د لوګر ولایت د استیناف محکمې د دیوان سرپرست رئیس قاري ذاکر الله جنتي ویلي، چې یاد زندانیان د سترې محکمې د ځانګړې مهربانۍ له مخې آزاد او د یو شمېر نورو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.
ورته مهال شیرخان او سید انصار دوه تنه آزاد شويو زندانیانو د اسلامي امارت د مشرانو له دغه پیرزوینې او ترحم څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې کورته په ګرځېدو به د هېواد خدمت برخه کې خپلې هلې ځلې کوي.