د راپورونو له مخې د لندن په ساوتاېنډ هوايي ډګر کې یوې جېټ الوتکې سقوط کړی دی.
سرچینو ویلي، چې دغه الوتکه د زوش اویېشن شرکت پورې تړاو لري او د هالنډ لیلیستاد ښار ته روانه وه، چې د لندن ساوتاېنډ هوايي ډګر څخه له الوتنې لږ وروسته راوغورځېدله.
راپور کې ویل شوي، چې د پېښې له امله ستر اور ولګید، تور لوګی پورته شو او بېړني خدمات ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسېدل.
ځايي سرچینو ویلي، چې د چارواکو له خوا ټولې الوتنې لغوه شوي، خو د مرګژوبلې په اړه تر اوسه رسمي مالومات نه دي ورکړل شوي.