د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.
هند سره له جګړې یوازې څو ورځې وروسته، د پاکستان د لومړي وزیر دفتر تېره ورځ (سهشنبه، د ثور ۳۰) یوه بیان کې وویل چې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر رتبه مارشالۍ ته لوړه شوې.
دا په نږدې ۶۰ کلونو کې لومړی ځل دی چې یو پاکستاني جنرال دغې نظامي رتبې ته رسیږي.
د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر بیانیه کې ویل شوي چې: “دغه ارتقا له زړور او هوښیار مشر څخه چې ملي امنیت یې تضمین کړ او دښمن ته یې په قاطع ډول ماتې ورکړه، قدرداني کول دي.”
د مارشالۍ نظامي درجه معمولا د پوځ مشر ته چې د جګړې پرمهال د پام وړ نظامي لاسته راوړنې ولري، ځانګړې کیږي.
د یادونې ده چې د هند او پاکستان ترمنځ ننګونې د کشمیر پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو تر برید وروسته زیاتې شوې.
د دغو ننګونو په جریان کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي نښتې هم وشوې چې بیا د امریکا متحده ایالتونو په منځګړیتوب هوکړه وشوه.