Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته وینا کړې ده.
۳ دلو ۱۴۰۳

بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ته وینا کړې ده.

په چین کې د افغانستان سرپرست سفیر، بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵م کال انلاین محصول او د شانډونګ د پرمختللې سوداګرۍ تر عنوان لاندې افتتاحیه غونډې ته وینا کړې ده. چین کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې بلال کریمي، د اقتصادي، ټرانزیټي او کلتوري اړیکو د پراختیا ترڅنګ د دغه سازمان له غړو وغوښتل چې افغانستان ته پکې بېرته غړیتوب ورکړي. هغه د دغې غونډې په څنډو کې د یاد سازمان د عمومي منشي له مرستیال او نورو چارواکو سره دوه په دوه کتنې هم کړې دي.

مطالب

چین

دا خبر نورو سره شریک کړئ