Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په تېرو درېوو اوونیو کې له پاکستانه څه باندې ۱۰۰زره افغانان راستانه شوي.
۳ ثور ۱۴۰۴

په تېرو درېوو اوونیو کې له پاکستانه څه باندې ۱۰۰زره افغانان راستانه شوي.



د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرو درېوو اوونیو پرمهال څه باندې ۱۰۰زره افغانان یې، بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې روانه اپرېل میاشت کې تر دې مهاله ۱۰۰زره او ۵۲۹ کسانو دغه هېواد پرېښی او افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان د اپرېل په لومړۍ نېټه له هغه هېواد څخه د ناقانونه او اې‌سي‌سي کارټ‌لرونکو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.

هېواد ته راستانه شوي افغانان بیا د پاکستاني چارواکو او پولیسو له ناسم چلن شکایت لري او په وینا یې، هر څه یې، هغه هېواد کې ترې پاتې شوي دي.

د راستانه شویو په وینا، پاکستان له افغان کډوالو پیسې او نور قیمتي توکي اخلي او بېرته یې، افغانستان ته ستنوي.

په ورته مهال د پاکستان له لوري په یوه اړخیزه توګه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ د افغانستان سرپرست حکومت له لوري غندل شوې او له پاکستان یې، غوښتنه کړې چې په باعزته توګه د افغان کډوالو ستنولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

د سرپرست حکومت رییس‌الوزرا محمدحسن اخند روانه اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر اسحاق دار سره په لیدنه کې د افغانانو ستنولو برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې وه.

مطالب

په تېرو درېوو اوونیو کې
له پاکستانه څه باندې
۱۰۰زره افغانان راستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ