Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د غیرقانوني فعالیت له امله ۱۲ درملتونونه تړل شوي.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د غیرقانوني فعالیت له امله ۱۲ درملتونونه تړل شوي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ریاست د پلټنې او څارنې کارکوونکو له لوري په بره‌کي‌برک ولسوالي کې ۱۲ شخصي درملتونونه د غیرې قانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.

د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین زینت راډیو ته وویل، یاد درملتونونه د عامې روغتیا ریاست د پلټنې او څارنې د برسي ټیم له‌خوا د غیرې قانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.

لودین زیاته کړه: «‌په تړل شویو درملتونونو کې ځينو یې د فعالیت قانوني اسناد نه درلودل، په ځينو درملتونونو کې تاریخ تېر او مشکوک درمل موندل شوې دي او همدارنګه په ځینو نورو کې بیا غیرې مسلکي کسان په دندو بوخت وو.»

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د تړل شویو درملتونونو سربېره یو لابراتوار، ۲ کتنځایونه، ۱ تلویزنې معایناتو خونه او یو کلنیک هم د غیرې قانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.

د پل‌علم یوه اوسېدونکي نیک محمد زینت راډیو ته وویل، عامې روغتیا ریاست د پلټنې او څارنې کارکوونکو ته پکار ده چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم ورته پلټنه وکړي او هغه کسان قانون ته وسپاري چې د روغتیا برخه کې غیرې قانوني فعالیت تر سره کوي.

هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په مرکز پل علم کې ګڼ شمیر درملتونونه او روغتیايي کتنځایونه د غیرې معیاري فعالیت له امله تړل شوي وو.

مطالب

لوګر کې
۱۲ درملتونونه
د غیرقانوني فعالیت
له امله تړل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ