Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل مېشتو وګړو ته؛ د توغندیو لګېدو ویډیوګانې مه خپروئ.
۲۹ جوزا ۱۴۰۴

اسراییل مېشتو وګړو ته؛ د توغندیو لګېدو ویډیوګانې مه خپروئ.

اسراییلي حکومت خپلو وګړو او هغو کسانو ته چې د ایران د وروستیو سترو توغندیزو بریدونو د زیان اړولو ویډیوګانې خپروي خبرداری ورکړی، چې بل هدف به تاسې وئ. 

د راپورونو له مخې په اسراییل کې مېشتو وګړو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې کړې، د اسراییلو دفاعي سیستم پکې بې وسه شوی ښکاري او ټول ایراني توغندي په اسراییل کې د ننه لګېږي. 

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د اسراییلو ګڼې ودانۍ ویجاړې شوې دي. تردې وړاندې داسې د اسراییلو د دفاعي سیستم په اړه داسې راپورونه ورکړل شوي وو، چې که چیرې د ښکېلو اړخونو ترمنځ کړکیچ همداسې دوام وکړي، نو د اسراییل دفاعي سیستم به تر ۹ ورځو زیات دوام ونه شي کړای.
Tags: 

مطالب

اسراییل مېشتو وګړو ته
د توغندیو لګېدو ویډیوګانې مه خپروئ

دا خبر نورو سره شریک کړئ