Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندوز کې ۴۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.
۱۸ حوت ۱۴۰۳

کندوز کې ۴۰۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شوې.

د کندوز ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دشت ارچي ولسوالۍ په حاجي محمد نعیم کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یاد ریاست یو مسوول انجنیر امین الله تنویر وویل، چې دا پروژه د داکار موسسې په مالي ملاتړ د ۱۴۵ زره ډالرو په لګښت پلې شوې، چې له لارې یې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پروژه کې د یوې کانکرېټي زېرمې جوړول، ۱۶۱ نلکو نښلول او د یوې ژورې څاه کیندلو شامل دي، چې چارې یې په یوه کال کې بشپړې شوې دي.

مطالب

کندوز کې ۴۰۰
څښاک له پاکو اوبو

دا خبر نورو سره شریک کړئ