Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سړک غاړې ماین؛ ۷ پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.
۵ ثور ۱۴۰۴

سړک غاړې ماین؛ ۷ پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې.

د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان ایالت د کویټې په مارګیټ سیمه کې د پاکستاني عسکرو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی، چې په پایله کې یې د پاکستاني پوله ساتو ځواکونو څلور عسکر وژل شوي او درې نور ټپیان دي. 

سرچینې ویلي، چې یاده پېښه نن د جمعې په ورځ د (غوایي ۵مه) له غرمې مخکې رامنځته شوې، چې ټپیان نږدې روغتون ته وړل شوي ‌دي. 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم د یادې پېښې پخلی کړی او د څلورو وژل شویو عسکرو کورنیو سره یې خواخوږي هم څرګنده کړې ده. 

محسن نقوي ویلي، چې د ترهګرې ډلې به پرېنږدي څو په پاکستان کې خپلو شومو موخو ته ورسېږي. 

تر اوسه پورې د یاد برید مسوولیت هېڅ کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو تر دې دمخه په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو د دغه ډول بریدونو مسوولیت منلی دی.

مطالب

سړک غاړې ماین
۷ پاکستاني پوله ساتو
ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

دا خبر نورو سره شریک کړئ