سرپل کې ۶۴ ښوونځي بیارغول کېږي.
پوهنې وزارت سرپل ولایت کې د ۶۴ ښوونځیو د بیارغونې پروژې د منظورېدو خبر ورکړی. یاد وزارت ویلي، دغه ښوونځي د سرپل په مرکز او والسوالیو کې بیارغول کېږي چې ۵۱۲زره ډالر لګښت پرې راځي. سرچینه زیاتوي، چې د دې لویې پروژې موخه د ویجاړو شوو ښوونځیو ترمیم او ښوونیز چاپېریال ښه والی په ګوته شوې.