Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې نایابه نیول شوی وحشي حیوان بېرته خوشې شو.
۲۴ جدی ۱۴۰۳

ننګرهار کې نایابه نیول شوی وحشي حیوان بېرته خوشې شو.

د ننګرهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ویلي، د ښېوې ولسوالۍ کاشکوټ سیمه کې د کوږ په نوم نایابه وحشي حیوان چې د کوچیانو له لوري نیول شوی و د امنیتي ارګانونو په همغږۍ چاپېریال ساتنې ادارې ته تر سپارل کېدو وروسته بېرته ازاد چاپېریال ته خوشی شوی. دغه وحشي حیوان د روغتیایي وضعیت ته په کتو تر درملنې وروسته د وحشي ژوو او الوتونکو د خوشي کولو لپاره د ټاکل شوې کمېټې د غړو په شتون کې بېرته خپل اصلي چاپېریال ته خوشی شوی. د معلوماتو له مخې، دغه حیوان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ساتل شویو نوعو په لېست کې شامل د نایابه وحشي حیواناتو له ډلې دی، چې د ایکوسیستم لپاره خورا مهم ارزښت لري.

مطالب

ننګرهار
چاپېریال ساتنه
نایابه وحشي حیوان

دا خبر نورو سره شریک کړئ