Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قبایلوچارو وزارت: د ولس خپلمنځي ستونزې به د قومونو له ادرسه هوارې شي.
۳ حوت ۱۴۰۳

قبایلوچارو وزارت: د ولس خپلمنځي ستونزې به د قومونو له ادرسه هوارې شي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد‌علي جان احمد لوګر کې یوې غونډې ته وویل، د ولس ترمنځ د خپلمنځي ستونزې به د قومونو او مخورو له ادرسه هوارې کړي.

احمد وویل، د پخوا په پرتله د هیواد په کچه د قومي او شخصي دښمنۍ کچه راټېټه شوې او هڅه روانه ده چې د هېواد په کچه د ولسونو ترمنځ یووالی رامنځته شي.

هغه همدارنګه د لوګر ولایت مقام په همکارۍ ددغه ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې هڅه وکړي د ولایت په کچه د قومونو او ولسونو ترمنځ شته ستونزې د خبرو او جرګو له لارې هوارې کړي.

بلخوا د لوګر ولایت مرستیال مولوي محمد انور دین پرور جوړې غونډې ته وویل، ددغه ولایت محلي اداره له ولس سره ښې او غوره اړیکې لري او هڅه کوي چې ولس ته د ټولو ملکي او نظامي ادارو پرمټ د اړتیا له مخې خدمات وړاندې کړي.
نوموړی په ولس غږ وکړ چې د خپلې سیمې ستونزې له ولایتي ادارې سره د حل په موخه شریکې کړي او ددغه ولایت د محلي ادارو دروازې د ولس پرمخ همیشه پرانستې دي.

مطالب

قبایلوچارو وزارت
لوګر

دا خبر نورو سره شریک کړئ