میدانوردګو کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ته ودانۍ جوړېږي.
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدانښار کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست ته د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې. د چارواکو په خبره دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې پر دوه جریبه ځمکه جوړېږي چې چارې به یې په ۶ میاشتو کې بشپړې شي. د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې سرپرست نورالدین ترابي ویلي، چې په ټول هېواد کې په اتو ولایتونو کې د دغه ادارې ریاستونه ودانۍ لري او نور په کرایي ځایونو کې ورځنۍ چارې مخته وړي. نوموړی وايي، چې د اوس لپاره په پنځو ولایتو کې د یادې ادارې د ریاستونو لپاره ودانۍ جوړېږي.