Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګ کې دوه کسان له ۴۳ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیول شوي.
۱۷ سرطان ۱۴۰۴

میدان‌وردګ کې دوه کسان له ۴۳ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیول شوي.

د میدان‌وردګ د امنیه قومنداني مسوولان وايي چې د دغه ولایت کشفي او استخباراتو کارکوونکو په مرکز میدان‌ښار کې دوه کسان له ۴۳ کیلوګرامه نشه‌یي توکو سره یوځای نیولي دي.

د یاد ولایت د نشه‌يي توکو پرضد مبارزې مدیر سعیدجان حاجي ملا رسنیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو د یوه کشفي راپور له مخې، په مرکز میدان‌ښار کې له بلخ څخه فراه ته د چاق‌کیدونکي ۴۳ کیلو ګرامه نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، نیوي شوي نشه‌يي توکي تریاک دي او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.

هغه وایي، نیول شویو کسانو څخه پلټنې روانې دې او ډېر ژر به عدليي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.

سرپرست حکومت په هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، تولید او قاچاق بندیز لګولی دی. له دې وړاندې هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د امنیتي منسوبینو له لوري نشه‌يي توکي نیول شوي دي.

مطالب

میدان‌وردګ کې دوه کسان
له ۴۳ کیلوګرامه نشه‌يي توکو سره نیول شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ