Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان د چرګانو د غوښې په برخه کې پر ځان بسیا شوی.
۱۳ دلو ۱۴۰۳

افغانستان د چرګانو د غوښې په برخه کې پر ځان بسیا شوی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د هېواد د نورو سکټورونو په څېر د چرګانو د غوښې، هګیو، چرګوړو او د دانې په برخه کې بېلابېلې ستونزې شته. د کرنې او مالدارۍ خونې مسوولین هم وايي، چې د چرګانو د روزنې په برخه کې، افغانستان پر ځان بسیا شوی، خو د چرګوړو او هګیو په برخه کې لا هم هېواد ځان بسیاینې ته نه دی رسېدلی. هېواد کې بیا د چرګانو د هګیو د واردوونکو د ټولنې غړي وايي، چې افغانستان ته هره ورځ ۶ میلیونه بیضې هګۍ واردیږي، چې نږدې لس میلیونه افغانۍ محصول یې د دولت خزانې ته ورځي.

مطالب

افغانستان
د چرګانو
د غوښې په برخه کې
پر ځان بسیا شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ