Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه شوي دي.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

میدان وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه شوي دي.

د میدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد یوسف اسرار وایي چې، پېښه د سید اباد ولسوالۍ لوړې سیمې اړوند د کابل-کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.

 د هغه په خبره، په دې پېښه کې د درېو ماشومانو او دوو مېرمنو په ګډون اووه تنه مړه شوي او د پنځو ماشومان په ګډون لس تنه نور ژوبل دي. نوموړی زیاتوي، ټپیان د سیمې او ولایتي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

مطالب

میدان وردګو کې
د ترافیکي پېښې له امله
اووه تنه مړه شوي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ