Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان او ترکي لوري د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
۲ جوزا ۱۴۰۴

افغان او ترکي لوري د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکټر محمد نعیم سره کتلي دي.

 بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې کتنه کې د ترکیې او افغانستان د اړیکو پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو ستونزو او د یو شمېر نورو دوه‌اړخیزو موضوعاتو په تړاو خبرې شوې دي. 

یاد وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې ډاکتر محمد نعیم د افغانستان او ترکیې اړیکې له دیني، سیاسي، کلتوري او تاریخي پلوه ژورې او نه شلېدونکې وبللې او د ترکیې له هر اړخیزو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ یې له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو د دوام غوښتنه وکړه. 

بل لور ته جنګ اونال د اړیکو د پراختیا هیله ښودلې او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړی.

مطالب

افغان او ترکي لوري د دوه اړخیزو
اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ