Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کندهار کې اور لګېدنې ۲۰۰ زره ډالره زیان اړولی دی.
۴ حمل ۱۴۰۴

کندهار کې اور لګېدنې ۲۰۰ زره ډالره زیان اړولی دی.

د کندهار  ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د تیلو په یو پمپ کې د اورلګېدنې له امله ۲۰۰ زره ډالره زیان اوښتی دی. ځايي سرچینو  ویلي چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د کندهار ښار پنځمې حوزې پورې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینو زیاته کړې چې په دې پېښه کې د تیلو پمپ مسوول ټپي شوی دی. سرچینو د پېښې د لامل په اړه څه ویلي نه دي، خو زیاته کړې ده چې اور د یاد ولایت د ځایي چارواکو خوا کابو شوی دی. سرچینو یادونه کړې چې د مالي زیانونو د ډېرېدو احتمال شته دی. د یادولو وړ ده، چې په دې پېښه کې چاته د سر زیان اوښتی نه دی.

مطالب

کندهار کې
اور لګېدنې
۲۰۰ زره ډالره
زیان اړولی دی.

دا خبر نورو سره شریک کړئ

کندهار کې اور لګېدنې ۲۰۰ زره ډالره زیان اړولی دی.