Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له ډیلي سره لوبه کوي.
۱۶ حمل ۱۴۰۴

ای‌پي‌اېل لیګ؛ چینای له ډیلي سره لوبه کوي.

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل کې نن له غرمې وروسته د چینای سوپر کنګز لوبډله له ډیلي کپېټلز سره سیالي وکړي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن «شنبه» له غرمې وروسته ۲:۳۰ بجې د هند د چینای د چیپک په «اېم‌اې چېډمبارام کرېکټ لوبغالي» کې پیل شي.

ډیلي کپېټلز دا مهال د یاد لیګ د لوبډلو په جدول کې په دوو بریا سره دویم ځای لري. یادې لوبډلې تر دې مهاله دوه لوبې کړي او دواړه یې، ګټلې دي.

چینای سوپر کنګز بیا د جدول اتم ځای کې دی او له کړیو درېوو سیالیو څخه یې، یوازې یوه لوبه ګټلې ده.

په یاده لوبډله کې افغان لوبغاړی نوراحمد هم لوبېږي او تر دې مهاله د توپ‌‌اچوونکو په ډله کې په نهو وېکټو تر نورو مخکښ دی.

په ورته مهال له ۲۰۲۱کال راهیسې د چینای او ډیلي ترمنځ په ای‌پي‌اېل لیګ کې په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ډیلي یوازې یو ځل چینای ته ماته ورکړې ده.

پاتې څلور لوبې چینای لوبډلې ګټلې دي.

د یاد لیګ په بېګانۍ لوبه کې بیا لکناو سوپر جاینټز لوبډلې ممبی انډیینز ته ماته ورکړه.

مطالب

ای‌پي‌اېل لیګ
چینای له ډیلي سره لوبه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ