Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیا کې د شاتو مچیو له فارمونو ۳۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي.
۴ جوزا ۱۴۰۴

پکتیا کې د شاتو مچیو له فارمونو ۳۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي.



د پکتيا کرنې، اوبو لګولو او مالداری رياست مسولان وايي، تېر کال په دې ولايت کې له ۲۷۶ رسمي ثبت مچيو فارمونو څخه ۳۵۰ ټنه شات تر لاسه شوي دي.

د پکتيا کرنې رياست د ګټورو حشرو مدير نجيب الله مهرابي چې تېره ورځ (شنبه، جوزا درېیمه) يې د مچيو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې خبرې کولې وويل، د هيواد په کچه د پکتيا شاتو لومړی مقام ګټلی دی.

هغه وويل چې کرنې وزارت ته يې پيشنهاد کړی چې د شاتو مچيو فارم لرونکو ته د تجارتي جوازونو په ورکړې سره به هغوی وکولی شي خپل محصولات بهرنيو هيوادونو ته صادر کړي.

مهرابي زياتوي چې د شاتو مچيو فارم لرونکو ټولو ستونزو ته به رسيدنه کوي.

په ياده غونډه د مچيو فارم لرونکو بيا شاتو محصولاتو ته په کور دننه او له هيواد د باندې د بازار پيدا کولو غوښتنه وکړه.

دوی وويل چې بازار ته د نورو هيوادونو شاتو راوړلو او تقلبي شاتو د دوی پلور بازار اغيزمن کړی.

د غونډې جوړونکی او د شاتو مچيو يو فارم‌لرونکي عبدالحی وويل، هيواد ته د شاتو په وارداتو دې ګمرکي تعرفې لوړې شي.

دوی دغه راز غوښتنه وکړه چې د شاتو مچيو فارمونو، محصولاتو پروسس او بسته بندي معياري کېدو کې دې ورسره همکاري وشي.

مطالب

پکتیا کې د شاتو مچیو
له فارمونو
۳۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ