Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کډوالو وزرات؛ پکتیا کې د دارالقرار ښارګوټي د جوړولو عملي چارې پیلېږي.
۸ ثور ۱۴۰۴

کډوالو وزرات؛ پکتیا کې د دارالقرار ښارګوټي د جوړولو عملي چارې پیلېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د راستنېدنې او بیا میشتېدنې رییس په مشرۍ پلاوي پکتیا ولایت ته سفر کړی دی، ترڅو له ځایي چارواکو سره د کډوالو لپاره د دارالقرار ښارګوټي د جوړېدو د عملي کارونو په اړه خبرې وکړي.

 په دغه سفر کې، چې د قطر سرې میاشتې استازو هم ګډون درلود، مولوي شکرالله شاکر د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد، د نوموړي مرستیال شیخ انعام الله صلاح الدین او یو شمېر نورو ولایتي رییسانو سره د یاد ښارګوټي اړوند په مهمو تخنیکي مسایلو خبرې کړې دي. 

دا ښارګوټی د قطر سرې میاشتې په همکارۍ په نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ١٠٠ اساسي کورونه، مسجد، مدرسه او شنه (تفریحي) سیمه به ولري.

 یاد پلاوي د پکتیا ولایت د مرستیال والي او اړوندو مسولینو په ملتیا د ښارګوټي ټاکل شوې ساحه له نږدې څارلې او د پلي کېدو لپاره یې ارزونې ترسره کړي دي.

مطالب

کډوالو وزرات
پکتیا کې د دارالقرار ښارګوټي
د جوړولو عملي چارې پیلېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ