Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هیواد په ټولو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسینکمپاین پیلېږي.
۱ ثور ۱۴۰۴

د هیواد په ټولو ولایتونو کې نن د ګوزڼ ضد واکسینکمپاین پیلېږي.

ټاکل شوې نن د هیواد په ٦ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین څلور ورځنی او په ٢٨ ولایتونو کې درې ورځنی کمپاین پیل شي.

 د مسوولینو په خبره د دغه کمپاین پرمهال به په ټول هیواد کې له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ١١.٦ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ترڅنګ د (وېټامین ای) څاڅکي هم ورکړل شي. 

د یادونې وړ ده چې ننکرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کندهار او هلمند د هیواد له هغو ولایتونو دي چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین به په کې څلور ورځې دوام وکړي او په پاتې ۲۸ ولایتونو کې به یاده پروسه په درې ورځو کې بشپړه شي.

مطالب

د هیواد په ټولو ولایتونو کې
نن د ګوزڼ ضد
ضد واکسینکمپاین پیلېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ