د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو تر منځ د سیاسي مشورتي میکانیزم لومړی پړاو غونډه په اسلامآباد کې ترسره سره شوه.
د خبرپاڼې له مخې دواړو لوریو په دوه اړخیزو سیاسي مسايلو، سوداګرۍ، ټرانزیتي همکاريو او سیمهییز اتصال خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې، چې په غونډه کې دغه راز په سیمه ییزو او نړیوالو سیاسي مسايلو هم د نظر تبادله شوې.
دواړو لوریو په پاکستان کې د افغان بندیانو او کډوالو د ستونزو په حل، او افغان ناروغانو او سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې د اسانتیاوو په راوستلو ټینګار کړی.