Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اروزګان کې د غره ښویدنې له امله ۶ کسان وژل شوي.
۱۰ حوت ۱۴۰۳

اروزګان کې د غره ښویدنې له امله ۶ کسان وژل شوي.

د اروزګان ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې پر یوه کور غر راښویېدلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د یادې پېښې په تړاوو د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند بلال اروزګانی پر وینا، پېښه تېره شپه ناوخته د یادې ولسوالۍ د تالۍ سیمې په سرموري کلي کې رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې وخت ناوخته دېته ورته پېښې رامنځ ته کېږي چې مرګ ژوبلې لري.

مطالب

اروزګان کې د غره ښویدنې
له امله ۶ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ