Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسی سرتېری اوکراین ته د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم شوی.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

روسی سرتېری اوکراین ته د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم شوی.

د روسیې پوځي محکمې د دغه هېواد یو سرتېری له جګړې د تېښتې او اوکراین ته په خپله خوښه د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.

روسیې همداراز پنځه نور کسان چې عمرونه یې، له شلو ښکته دي، د چورلکې او اوسپنې پټلۍ تجهیزاتو ته د اوراچولو په تور د بند سزا ورکړې ده.

پر دوی تور دی چې د اوکراین په پلوي یې، دغه کار کړی دی.

په ورته مهال د روسیې کرسک کې د اورکراین د بې‌پېلوټه الوتکو برید کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي. برید کې دوه کورونه او ۱۵ موټر هم ویجاړ شوي دي.

بل‌خوا د روسیې دفاع وزارت وايي چې بېګاه شپه د اوکراین ۱۱۵ ډرون راغورځولي دي.

اوکراین همداراز ادعا کړې چې د روسي پوځیانو هغه مرکز یې، په نښه کړی چې سومي ښار کې یې، د توغندیز برید له امله ۳۴ کسان وژلي وو. اوکراین زیاته کړې چې د روسیې لسګونه ډرون بریدونه یې هم شنډ کړي دي.

مطالب

روسی سرتېری اوکراین ته د تسلیمېدو
له امله په ۱۵ کاله بند محکوم شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ