Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایران له افغانستان سره پر پوله ۵۵ کیلومتره دېوال بشپړ کړی.
۹ حمل ۱۴۰۴

ایران له افغانستان سره پر پوله ۵۵ کیلومتره دېوال بشپړ کړی.

ایراني رسنیو ویلي، چې ایران له افغانستان سره پر پوله ۵۵ کیلومتره دېوال جوړ کړی دی. د ایران د تایباد ښاروال ویلي چې د دغه دېوال د جوړېدو لومړی پړاو په بریالیتوب سره بشپړ شوی دی. 
نوموړي ویلي، چې د ایران او افغانستان تر منځ پر پوله د دېوال جوړېدل د دغه هېواد یوه له مهمو طرحو ده. تر دې وړاندې ایراني چارواکو اعلان کړی و، چې د خراسان رضوي، سویلي خراسان او سیستان و بلوچستان ولایتونو کې به د پولو د تړلو چارې په راتلونکو درېیو کلونو کې بشپړې شي. 
د راپور له مخې، ایران د پولې د تړلو د پروژې د پلي کولو لپاره خپلو وسله والو ځواکونو ته درې میلیارده ډالر ځانګړي کړي دي.

مطالب

ایران له افغانستان سره
پر پوله ۵۵ کیلومتره
دېوال بشپړ کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ