Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

په چين کې د پنځه جي ۴ میليونه او ۲۵۰ زره بنسټيز سټېشنونه جوړ شوي.
۴ دلو ۱۴۰۳

په چين کې د پنځه جي ۴ میليونه او ۲۵۰ زره بنسټيز سټېشنونه جوړ شوي.


د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۲۱مه نېټه د ملي اقتصاد د لاسته راوړنو په اړه يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د صنعت او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت د معلوماتي او مخابراتي پرمختګ ادارې مشر شيې څون په دغه ناسته کې خبريالانو ته وويل، په چين کې د پنځه جي د بنسټيزو شټېشنونو شمېر ۴ میليونه او ۲۵۰ زرو ته رسېدلی او د ګيګابيټ (Gigabit) کاروونکو شمېر له ۲۰۰ میليونو څخه اوښتی دی.

چين په تېر ۲۰۲۴م کال کې د نويو معلوماتي بنسټيزو تاسيساتو ابادي پياوړې کړې او د معلوماتي او مخابراتي چارو د عصري کېدو بهير يې چټک کړی او د انټرنيټي بنسټونو ظرفيت او ټيکنالوژيکي صنعت توان يې ډېر لوړ کړی دی.

مطالب

چين
پنځه جي

دا خبر نورو سره شریک کړئ