Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان او عمان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پر پراختیا خبرې شوي.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

د افغانستان او عمان تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پر پراختیا خبرې شوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عمان په پلازمېنه مسقط کې د یاد هېواد د صنعت، سوداګرۍ او پانګونې له وزیر قیس بن محمد الیوسف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ پر لارو چارو خبرې کړې. بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د کابل او مسقط ترمنځ د سوداګریزو او خصوصي سکټور د پلاویو پر تګ را تګ هوکړه کړې. دغه راز دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او عمان ترمنځ د صادراتو او وارداتو پر پراختیا، د کرنې، ترانسپورټ او د خوړو په مصونیت هم بحث کړی او هوکړه یې کړې چې ګډ کاري ټیمونه او سکتوري ادارې به د یادو برخو تخنیکي خبرې پيلوي.

مطالب

د افغانستان او عمان
تر منځ د سوداګریزې راکړې ورکړې
پر پراختیا خبرې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ