Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د افغانستان بانک: د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکزه زونونو ته وغځول شي.
۲ سرطان ۱۴۰۴

د افغانستان بانک: د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکزه زونونو ته وغځول شي.

د افغانستان بانک وایي، د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکزه زونونو ته وغځول شي، څو د بازار له اړتیاوو سره سم د اسعارو پر وېش، روڼتیا او موثریت لا زیات تمرکز وشي.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د یاد بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد د صرافانو ټولنې له استازو سره ناسته وکړه.

خالد زیاته کړې، د بازار په ښه ډول د کنترول او اغېزناکو چارو ترسره کېدو په موخه یې د بولۍ د طرحې تطبیق پيل کړی او ویلي یې دي چې دا طرحه د چارو د ښه تنظیم او میکانیزه کولو په موخه رامنځته شوې ده.

هغه ویلي، د اسعارو د لیلام بهیر به له مرکزه زونونو ته وغځول شي، څو د بازار له اړتیاوو سره سم د اسعارو پر وېش، روڼتیا او مؤثریت لا زیات تمرکز وشي.

خبرپانه کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي چې ګډونوالو صرافانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل او د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي صرافانو ته د ستونزو د حل برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

مطالب

د افغانستان بانک
د اسعارو د لیلام ب
له مرکزه زونونو ته وغځول شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ