کندهار کې په ۸۵۲زره ډالرو د پنجاو کانال ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
کندهار کې چارواکي وايي چې د کندهارښار په اوومه ناحیه کې د «پنجاو» کانال په ۸۵۲زره امریکايي ډالرو جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی. دغه کانال د ملګروملتونو نړیوال پراختیايي پروګرام «یواېنډيپي» په مالي ملاتړ جوړ شوی. د دې کانال په جوړېدو سره د شاوليکوټ ولسوالي له لوی بند څخه د پنجوايي ولسوالي او د کندهار ښار اوومې ناحیې ځمکې به هم ورسره خړوبې شي.