Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسوول؛ له برېښنا شرکت سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.
۵ حمل ۱۴۰۴

د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسوول؛ له برېښنا شرکت سره د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس د ترکې ۷۷ کمپنۍ له مسوول سره کتلي دي. د برېښنا شرکټ په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د نوې کېدونکې برېښنا تولید تر کار لاندې پروژو سربېره، د نوې کېدونکې برېښنا اړوند لمریزې، بادي او نورو برخو کې د برېښنا تولید اړوند پروژو په اړه خبرې شوې دي.  د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسوول سلیمان جیلیو افغانستان کې د نوې کېدونکې برېښنا پر پروژو د پانګونې زیاتوالي ته لیوالتیا ښودلې او له افغانسان برېښنا شرکت سره یې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی دی. ډاکټر عبدالباري عمر  ویلي، چې د برېښنا تولید کورنیو سرچینو پراختیا لپاره د  افغانستان برېښنا شرکت هڅو د پام وړ لاسته راوړنې درلودلې دي، چې دا به راتلونکې کې د برېښنا له اړخه پر ځان د بسیاینې لور ته اوږد مزل تر ډیره بریده را لنډ کړي.

مطالب

د ترکي ۷۷ کمپنۍ مسوول
له برېښنا شرکت سره
د همکارۍ ډاډ ورکړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ