Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا کي د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي.
۲۹ سرطان ۱۴۰۴

امریکا کي د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي.

 د راپورونو له مخې، د امریکا په لاس‌انجلس ښار کې د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پېښه تېره ورځ د لاس‌انجلس ښار په «ایست هالیووډ» سیمه کې هغه مهال وشوه چې ګڼ شمېر خلک د يو نايټ کلب مخې ته راټول شوي وو.

راپور کې راغلي،  ښایي د پېښې مهال موټرچلوونکی بې‌هوښه شوی و؛ ځکه لومړی یې د سړک غاړې ته یو موټر وهلی او وروسته د نايټ کلب مخې ته پر خلکو ورغلی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۳۰ کسان ټپيان شوي او موټرچلوونکی هم په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

مطالب

امریکا کي د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه
د موټر ورتلو پېښه کې ۳۰ کسان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ