لوګر: څلورمې پلې لواء کې یوجامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د لوګر ولایت مرکز اړوند، څلورمې پلې لواء کې د ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
مسوولین وایي، یاد جامع جومات، د ملي دفاع وزارت د تعمیراتو ریاست په مالي لګښت جوړ شوی، چې په یوه وخت کې د ٨٠٠ لمونځ کوونکو د ځایېدلو ظرفیت لري.
د څلورمې پلې لواء ویاند محمد نوروز ځلاند ویلي؛ یاد جامع جومات، په پاخه او اساسي توګه دوو پوړونو کې پر ٥٠٠ متر مربع ځمکې باندې جوړ شوی، چې یو وخت کې د ٨٠٠ لمونځ کوونکو د ځایېدلو ظرفیت لري.
ښاغلي ځلاند زیاته کړې؛ چې یاد جومات د ملي دفاع وزارت، تعمیراتو ریاست له لوري جوړ شوی، چې ١١ میلیونه افغانۍ پرې لګښت راغلی، چې ور سره څنګ کې یو کتابتون او د امام خونه هم شتون لري.
د لوګر مرکز اړوند، څلورمه پلې لواء کې یاد جومات داسې مهال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې وړمه ورځ هم د برکي ولسوالۍ په دستګیري سیمه کې، د خالد بن ولید رض په نوم یوجامع جومات؛ د لس میلیونه افغانیو په لګښت د ولسي خلکو لخوا جوړ او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.