Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي.
۱۳ ثور ۱۴۰۴

تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي.

سره له دې چې په افغانستان کې د زعفرانو کرکېله  زیاته شوې خو صادرات یې کم شوي دي. افغانستان په تېره بیا هرات ولایت هغه ځای دی چې د زعفرانو د کرلو لپاره مناسبې ځمکې او هوا لري. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تېره یوه کال کې بېلابېلو هېوادونو ته  د ۳۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۵۹ ټنه زعفران  صادر کړي دي. 

خو شمېرې ښيي چې په ۱۴۰۳ لمریز کال د زعفرانو صادرات  د ۱۴۰۲ کال پرتله ۸ ټنه کم شوي دي. د افغانستان د زعفرانو اتحادیه هم وايي، د کرکیلې کچه لوړه شوې او کروندګرو زعفرانو ته لا زیات پام اړولی دی. 

د دغې اتحادیې پر باور، که د کرکیلې دا بهیر همداسې دوام وکړي، اټکل کېږي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې به د ټول هېواد زعفران څه باندې ۶۵ ټنو ته ورسېږي.

مطالب

تېر کال د ۳۹ میلیونه ډالرو
په ارزښت زعفران بهر ته صادر شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ