د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې ډونالډ ټرمپ ایلان ماسک ته ګواښ کړی، چې کېدای شي هغه فدرالي مرستې پرې بندې کړي چې د ماسک شرکتونه ټسلا او سپېساېکس ترې ګټه اخلي.
ایلان ماسک بیا د ټرمپ په ځواب کې پر اېکس پاڼه لیکلي، چې زه په رښتیا وایم: ټول بند کړئ. همدا اوس. ماسک، چې د ټرمپ د بیا ټاکل کېدو لپارهیې سلګونه میلیونه ډالر لګولي، د ټرمپ پر مالیاتي قانون ته سخته نیوکه کړې.
دا قانون د برېښنايي موټرو د پېر پر سر ورکول کېدونکې فدرالي مرستې ختموي چې تر ډېره یې ټسلا ترلاسه کوي. ټسلا او سپېساېکس د فدرالي مرستو، قراردادونو، مالیاتي امتیازاتو او پالیسیو په مټ تر اوسه لسګونه میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړی.
د دې تر څنګ، د ټسلا ونډې د سېشنبې په ماسپښین کې نږدې ۵ سلنه راټیټې شوې.