د فراه ولایت امنیتي مسوولینو د دغه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې د ۶۸۹ پسونو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ رسنیزدفتر ویلي چې د یاد ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو د ۶۸۹ پسونو د قاچاق مخه نیولې.
هغه زیاته کړې د یادې پېښې په تړاو ۶ تنه نیول شوي او له څېړنو وروسته به یې دوسې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.