Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مودي: پر سیلانیانو د برید عاملین به ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.
۴ ثور ۱۴۰۴

مودي: پر سیلانیانو د برید عاملین به ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په مشرۍ د یو شمېر نورو لوړ پوړو امنیتي چارواکو ترمنځ په کشمیر کې پر سیلانیانو د برید په تړاو ناسته ترسره شوې ده.

 د مالوماتو له مخې په دې ناسته کې د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه، د دفاع وزیر راجنات سینګ، د بهرنیو چارو وزیر اېس جې شنکر، د هند ملي امنیت سلاکار اجیت دیول او ځینو نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.

 لوړ پوړو هندي چارواکو دغه غونډه د جمو کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو د برید په تړاو کړې ده. 

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي له یاد برید وروسته سعودي عربستان ته خپل سفر نیمګړی پریښی دی. 

نریندرا مودي پر سیلانیانو یاد برید غندلی او ویلي یې دي، چې د یادې پیښې عاملین باید ژر تر ژره قانون ته وسپارل شي.

مطالب

مودي: پر سیلانیانو
د برید عاملین به ژر تر ژره
قانون ته وسپارل شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ